افغانستان کې د کرونا ویروس یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوه

د عامې روغتیا وزارت ویلي، تر هرات وروسته سمنګان دویم ولایت شو، چې د کرونا ویروس مثبته پېښه کې ثبت شوه.

افغانستان کې د لومړي ځل لپاره مثبته پېښه هرات ولایت کې ثبت شوې وه، چې اخته کس د ایران له قم ښار څخه راغلی وو او تر هغې وروسته درې نورې مثبتې پېښې هم په دغه ولایت کې ثبت شوې.

خو سمنګان کې د یاد ویروس نوې پېښې سره افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر پنځو ته پورته شو.

عامې روغتیا وزارت وايي، چې هر ورځ په پراخه پیمانه له ایران څخه افغانان هېواد ته راستانه کېږي چې دا په خپله افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنه ډېروي.