د هېواد د عامې روغیتا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، دایکندي ولایت کې یوه پېښه او هرات ولایت کې د کرونا ویروس څلور نورې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هرات ولایت کې ټولې پېښې لسو ته ورسېدې.
تر هرات وروسته سمنګان هغه ولایت دی چې د کرونا ویروس ډېرې یعنې درې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.
دایکندي، کاپیسا او بلخ کې بیا د یاد ویروس یوه – یوه پېښه ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ عامې روغیتا وزارت د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو سره په همغږي د کرونا ویروس له وېرې ټول هېودا کې روزنیز مرکزونه تر یوې میاشتې پورې رخصت اعلان کړل او ترڅنګ یې د نوي کال جشن هم لغوه اعلان شوی دی.