افغانستان کې د کورونا ویروس مشکوکو پېښو شمېر تر سلو پورته شو

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې افغانستان کې د کورونا ویروس نږدې ۳۶ نورې مشکوکې پېښې موندل شوي، چې د تېرو ۹۳ پېښو په ګډون ټولې پېښې ۱۱۹ ته ورسېدې. د روغتیایي چارواکو په خبره د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د کورونا ویروس مشکوکې پېښې ثبت شوي دي؛ خو په ټول افغانستان کې تر دې دمه یوه مثبته پېښه تثبیت شوې ده. د عامې روغتیا وزارت وزیر فروزالدین فروز په خلکو غږ کړی، چې د نوي کال په اوږدو کې له مېلو کولو او د خلکو له ډېرې ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي.