افغانستان کې له داعش سره په مبارزه کې دوه ګونی چلند کېږي

روسیه وایي په افغانستان کې له داعش سره په مبارزه کې د غربي هېوادونو دوه ګونی چلند د اندېښنې وړ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغان جګړې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې داعش ډله فعالیت کوي او ورسره جوخت ځینې غربي هېوادونه په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې دوه ګونی چلند کوي.