د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د پنجشنبې په ورځ د کرونا ویروس ۲۳۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته لوړشو.
د مثبتو پېښو له ډلې ۲۰ په کابل، ۳۴ په هرات، ۴۵ په کندهار، ۴۱ په بلخ، ۱۰ په پکتیا، ۱۲ غزني کې، لس لوګرکې، ۹ په ننګرهار کې، ۳ په لغمان کې، ۴ بادغیس کې، ۸ تخارکې، کندز کې ۷، سمنګان کې ۹ کې، پنجشېر کې ۹ ، بغلان کې پنځه، وردګ کې ۴، پروان او پکتیکا کې دوه، دوه، سرپل او فاریاب کې یوه، یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا د مرستیال ویاند وحید مجروح په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس ۴ کسان رغیدلي، چې د رغېدلو کسانو شمېر ۲۳۳ ته لوړ شو.
په عېن وخت کې په ټول هېواد کې له کرونا ویروس ۳ نور کسان مړه شوي، چې ورسره د مړو شوو کسانو شمېر ۶۱ ته ورسېد.