افغانه پیغله له روسي زړه، آلماني هنر او امریکایی فکر سره

لیکوال: اندی // ژباړه: جلال یعقوبي

د کوم ځای یې؟

دا به یوازینۍ پوښتنه وي چې زه به یې ځواب نشم کړای، ځکه تر اوسه نه پوهیږم چې د کوم هیواد یمه، پلار مې افغان دی، مور مې آلمانۍ ده، خپله په روسیه کې زیږیدلې یم،  او د امریکې تابعیت هم لرمه، نو پدې اساس ماته د دې پوښتنې ځوابول ستونزمن بریښي.

زه پداسې یوه کورنۍ کې زیږیدلې یم چې تر اوسه یې هیڅکله راته نه دي ویلي چې زه د کوم هیواد یمه، پداسې حال کې چې په روسیه کې به یې راته ویلې ته روسۍ ېې ځکه ته دلته زیږیدلې یې او مهمه نده چې پلار او مور دې د کوم ځای دي، خو بیا هم زما د پیژندنې مسئله د یو معما په څیر ګونګ پاتې شو.

کله چې له یو شمېر افغان ماشومانو سره مې لوبې کولې، نو دا پوښتنه به مې په ذهن کې ګرځیده چې، که روسۍ یم نو ولې د افغانانو په منځ کې یمه؟ ولې باید له افغانانو سره اړیکه ولرم؟ ولې له دوی سره د پردي توب احساس نه کوم؟ او ګڼې نورې داسې پوښتنې وې چې تل به یې زما ذهن او فکر بوخت ساته او زه یې آرامتیا ته نه پریښودم.

پلار مې راته هیڅکله ونه ویل چې زه افغانه یم، او مور راته ونه ویل چې ته آلمانۍ یې، ډیر وخت مې له کورنۍ لیرې د روسي فرهنګ تر اغیز لاندې تیروله، او غالباً ډیر کله به روسي غږیدم، آن له خپلې کورنۍ سره، خپلې خور او ورور سره هم په روسي ژبې غږیدمه.

البته پلار او مور به مې هڅې کولې چې ماشومان یې له فارسي او آلماني ژبو سره بلد او خبرې وشي کړای، چې د مور او پلار دغو هڅو مو رنګ راوړ او مونږ دواړه ژبې زده کړې، خو کله به چې له کورنۍ لیرې شومه، نو بیا به هم د نامعلومې پیژندنې په تړاو پوښتنې به مې ذهن بوخت ساته چې ډیر کله به یې زورولم، او ځینې وخت په بې پروایي یې له څنګه تیریدمه.

زه په افغانستان کې لویه شوې نه یمه، نو په همدې دلیل افغاني دود او دستور راته په بشپړ ډول نا آشنا ښکاري، په همدې ډول له آلماني فرهنګ سره هم،  خو آلماني دود او دستور له روسي فرهنګ سره ورته والی لري.

لا کوچنۍ ومه چې مور مې له لاسه ورکړه، له هغې سره ډیر وخت پاتې نشومه تر څو له آلماني دود او دستور سره مې بلده کړي، له مور څخه راته د پیانو هنر په میراث پاتې چې تل یې غږومه او تنده مې پرې ماتومه، خو له افغاني فرهنګ سره نا بلدتیا مې زوروي.

کله چې زه دولس کلنه وم، زما د یوې افغانۍ ملګرې مور په حق رسیدلې وه، چې زه یې د فاتحې مراسمو ته تللې وم، او ددې پر ځای چې ووایم، “زندگی سرتان باشد”، ومې ویل: “جایش سبز باشد”.

ترڅنګ مې ولاړ کس، راته په غوسه ښکاریده خو کله چې پوه شو، چې فارسي – دري لهجه مې ستونزه لري، نو غوسه یې په خندا بدله شوه او راته په مسخره آمیزه توګه مسکی شو، کور کې کله چې دا کیسه مې پلار ته واوروله، نو وې خندل او راته یې د افغانستان پر کلتور، دود، ادبیاتو او تاریخ رڼا واچوله، دا نوی فرهنګ راته په زړه پورې وه.

پلار مې هم له لاسه ورکړ، او د خپلو پوښتنو د پیدا کولو لپاره یوازې پاتې شومه، نور نو څوک مې ترڅنګ نه وو چې زما د پوښتنو ځواب راته ووایي.

معمولاً د پیژندنې په تړاو پوښتنې هغه مهال انسان ته په ذهن ورځي، چې کله په یوه ټولنه کې ژوند کوي، خو له یوازیتوب څخه رنځ وړي، زه هم څو ځلې کټ مټ له همداسې یوه حالت سره مخ شوې یمه، او د خپلې پیژندنې په اړه فکر وړې یمه.

کله چې په لومړي ځل پوه شومه چې پلار مې افغان دی او مور مې آلمانۍ ده، نو ټکان مې ونه خوړ خو لا هم د پیژندنې مسئله مې نا څرګنده وه، او نه پوهیدمه چې زه د کوم ځای یمه؟ هره  ورځ به له همدې پوښتنې سره مخ کیدمه، خو کورنۍ به مې تل راته ویل چې ستا پیژندنه معنا انسانیت، یعنې ته یوه انسانه یې او بس.

ما هم کلونه له همدې پیژندنې سره چې ” زه یوه انسانه یم” ژوند تیر کړه، او ډیر ځلې داسې شوه چې څوک به راڅخه وپوښت چې د کوم ځای یې؟  نو ما به ورته ځواب ورکاوه چې، زه د “انسانستان” یمه.

کله چې لویه شومه، نو له ادب او لیکوالۍ سره مې لیونۍ مینه پیدا شوه، او همدا مینه ددې لامل شوه چې لیکل وکړمه تر څو قلم مې غږ ولري، احساسات مې اوریدونکي ولري او زما د شعرونو او کیسو چیغې او واویلا واورئ.

په لومړیو کې به مې یوازې په روسي ژبه لیکل کول، ګڼ ادبي سفرونه مې لرل، او تل به له تود هرکلي او مننې سره مخ کیدمه.

کله چې زه به یې په ادبي غونډو کې معرفي کولمه، چې له افغان – روس شاهي فکر سره صحنې ته راځي، نو ما به د راحت احساس کاوه، او همدې احساس به لا ډیر انرژي راکوله چې لا ډیر کار  وکړم.

تر اوسه مې په یاد ده چې، د یوې ادبي غونډې پر مهال په ترکیه کې له یوې افغانې میرمنې سره مخ شوم، ځان یې را وپیژنده او په فارسي ژبه ډیر ښه غږیده، خو کله چې زه وغږیدمه نو زما په لهجه کې ستونزې ته یې پام شو، څو شیبې وروسته چې زما له څنګه ولاړه، نو وا مې وریدل چې خپل ملګرې ته یې ویل: هغه نجلۍ افغانه ده، خو په فارسې ژبه نه پوهیږي، ” ډیر شرم دی ورته”.

ددغې خبرې په اوریدو سره ډير نا هیلې شوم، پدې خاطر نه چې هغې وویل : ” ډیر شرم دی ورته” پدې خاطر چې ما له خپل پلرنۍ ژبې فارسې سره سمه بلدتیا نه لرله، او له ځانه سره مې فکر وکړ چې، ولې دا څو کلونه مې د خپل پلرنۍ ژبې (فارسي) د زده کړې لپاره هیڅ ونه کړل؟ تر څو په پوره معنا دغه ژبه زده کړم.

کله چې روسیې ته لاړمه نو هڅه مې وکړه چې فارسې ژبه زده کړم، ډیر شمېر فارسي کتابونه مې ولوستل او د افغانستان او ایران له ادبیاتو سره مې بلدتیا پیدا کړه.

له دوو کلونو هڅو وروسته یو ځل بیا مې په یوه غونډه کې همغه ښځه ولیده، دا ځل پرته له کومې ستونزې په ډیر ښه لهجه له هغې سره په فارسې وغږیدم، هغه موسکۍ شوه او وې ویل:  “پر تا ویاړمه، اندی جانه”.

د دې میرمنې دا موسکا او کله به یې چې ویل : “پر تا ویاړمه”  زما په اند دا زما د پیژندنې د تثبیت لپاره د کامیابۍ پر لور لومړۍ ګام وو.

ورو ورو مې د ټولنیزو رسنیو له لارې د افغانستان او ایران له لیکوالانو سره وپیژنده، هغوی زما پر لیکنو خپل نظریات راسره شریک کړل او دې چارې زه لا ډیر وهڅولم  او له ما سره یې مرسته وکړه، خو لا هم د پیژندنې د تثبیت لپاره مې سفر دوام درلود، په ځانګړي ډول پر خواله رسنیو راڅخه پوښتنې کیدلې چې د کوم ځای یم؟ کله به مې چې وویل زه د افغانستان یمه، نو بیا به یې پوښته کوله د کوم ولایت او یا کومې سیمې؟ او ما به بیا هم چوپتیا اختیاروله.

کلونه تیر شول چې د خپلې پیژندنې د تثبیت لپاره جنګیدمه، تر څو معلومه شي چې زه د کوم ځای یم، لږ لږ پوه شومه چې خپله افغانه یم، زړه مې روسي، هنر مې آلماني او فکر مې امریکایي ده.

بیا هم له ګڼو نورو پوښتنو سره مخ شوم، چې باید مې ځواب کړی وای، که افغانه یم، نو د افغانستان د کومې سیمې؟ که روسۍ یم، نو فارسي څنګه غږیدلای شم؟ او که آلمانۍ یم نو بیا په روسیه کې ولی ژوند کوم؟ حیرانه پدې یم چې دا د پیژندنې موضوع ولې دومره مهمه ده؟ آیا همدا کافي نده چې زه یوه انسانه یم؟

آیا زه پدې دلیل افغانه یم چې، په افغاني ټولنه کې ماشومان د هغه ځای ګڼل کیږي، چې پلار یې ورسره تړاو ولري، زما په نظر دا زما د مور په حق کې یوه غیر عادلانه پریکړه ده، دا د هغې میرمنې په حق کې غیر عادلانه پریکړه ده چې، د خپل خاوند لپاره خپل هیواد، کورنۍ، ملګري او تر دې چې خپل کلتور او ژبه پریښوده.

آیا نه مې شوه ویلای چې زه آلمانۍ یم؟ نه، آن آلمانۍ هم نه یمه، زه په روسیه کې زیږیدلې یم، ښه! نو روسیه به څنګه شي؟  دا هم زما کور ده، زه دلته زیږیدلې یم، روح مې واخیست، ماشومه شوم، پیغله شومه، ښځه شومه او یوه انسانه شوم، دا زما د ژوند د خوږو او ترخو خاطرو ځمکه ده، د بریالیتوب لپاره مې له همدغه ځایه ګامونه پورته کړی، زه روسۍ یم؟  نه، زه روسۍ هم نه یمه، ځکه په ورته وخت کې زه د امریکا تابعیت هم لرم.

هغه امریکا چې څو کاله مې پکې درس ولوست، کار مې وکړه، سفر مې وکړ او یوه نړۍ مې زده کړه، نو بیا خیر امریکایۍ یمه؟ نه، زه د هیڅ ځای هم نه یم، زه یوازې یوه انسانه یم او بس.