‏افغان ابدالیان لوبډلې خپله دریمه سیالي د بنګله دېش الف لوبډلې ته وبایلله

په ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې له دوه پرلپسې بریاو خپلولو وروسته افغان ابدالیان لوبډلې خپله دریمه لوبه د بنګله دېش الف لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله. د سیالې بنګالۍ لوبډلې د ۳۰۹ منډو هدف ‏په ځواب کې افغان لوبډلې د ریاض حسن (۷۸) او بهیر شاه (۵۳) د نیمه سلیزو او د شاهدالله کمال او نورعلي ځدراڼ د ۴۴-۴۴ منډو پر مټ د ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۷ منډې جوړې کړې او د ۲۱ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.