افغان اتلان به د سویلي افریقا کرېکټ لوبډلې سره تر ټولو سخته لوبه وکړي

په کرکټ کې ډېر کله هغه لوبې له فاینل هم مهمې وي کله چې په یوه ګروپ کې دوه لوبډلې په داسې حال کې له یو بل سره مخ کېږي چې دواړه د لوبې ګټلو لپاره پوره خواري کوي او په جدول کې د ځان په ګټه امتیازات تر لاسه کړه.

د سویلي افریقا او دافغان لوبډلو راتلونکي لوبه بلکل همداسې حال کې ده، که څه هم دواړه لوبډلې په نړیوال جام کې ښې نه ښکاري خو دا باید ونه وایو چې یادې  لوبډلې به مخ ته نه ځي ځکه لا هم دواړه لوبډلې ډېرې لوبې لري.

که چېري راتلونکي دغه لوبه په دې دواړو کې هر یوې وګټله نو د مخ کې تګ لپاره به لا پیاوړي او زړوره به شي او دکرکټ مبصرین دا وایي چې هغه لوبډلې چې پیل کې ښې نه وي هغه همېشه اتلې شوي دي او رېښتیا هم تجربې داسې ثابطه کړې ده.

راځو د دواړو لوبډلو جوړښتونو او تجربو ته.

پېل به یې له افغانستان څخه وکړو، تاسو ټولو ته معلومه ده چې افغان ملي لوبډله ځوانه لوبډله ده او په ډېرې تېزۍ سره یې هغه سخت منزلونه ووهل چې نورو لوبډلو په کلونو د هغې لپاره خواري کړي او له اوږده انتظار وروسته تر بشپړ غړیتوبه رسېدلي او ځیني لوبډلې بیا همداسې په انتظار کې د نورو لوبډلې څاري ترڅو له دوی څخه څه ترلاسه کړي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړنۍ لوبو ته کتو ښې ترسره شي خو په خپل ځای له ځان سره ستونزې هم لري خو پر ستونزو به بل وخت وغږیږو، که لنډ نظر وکړو د پاکستان،سریلنکا،اسټرلیا پر وړاندې لوبې ډېري ښې ترسره کړې دي.

اوس خبره داده چې افغان لوبډله باید څومره هدف سویلې افریقا ته پلان کړي او یا سویلي افریقا تر کومه بریده له لوړ هدف څخه راوګرځوي.

دا چې دا سیالۍ په کارډیف لوبغالي کې کېږي نو باید افغان لوبډله لومړی توپوهنه وکړي او تر ۲۵۰پورته منډه هدف ددوی د بریا لپاره ښه زمینه برابروي ځکه افغان اتلانو سره اوس وخت کې ښه توپ اچونکي دي او بیا کولای شي چې د سویلي افریقا لوبډله له ستونزو سره مخ کړي.

د افریقا لوبډله به له افغان اتلانو سره په پوره احتیاط لوبه ترسره کوي او یو ښه پلان به ورته جوړ کړي.

د بیټینګ په برخه کې لنډه پرتله کوو.

د افغانستان لپاره د پېل توهونکي، نورعلي ځدران او حضرت الله ځاځی دی،چې دا دواړه ښه لوبغاړي دي، دتېزې توهونې په برخه کې ځاځی پلان اخلي او د تخنیکي لوبې لپاره نورعلي ځدران بهترین لوبغاړي دي.

د افریقا لوبډلې لپآره د پېل توپوهونکي،ایډین مارکرم ( (adim markramاو بل لوبغاړی ورسره (Rassie van der Dussen) دی چې دواړه د تخنیک له پلوه ښه پیاوړي دي.

Top-order batsman

د افغانستان لپاره په دې برخه کې حشمت الله شاهدي لوبه کوي او لازمه ده چې راتلونکي لوبه کې هم ښه وځلیږي.

او د افریقا لوبډلې لپاره بیا نو حاشم املا دی چې تاسې ټول یې له نوم سره اشنا یاست او کافي ښې لوبي یي افریقایانو ته ګټلي.
Middle-order batsman

د منځنۍ برخي توپوهونکی په یوه لوبډله کې د لوبې ډېر لوی مسولیت په غاړه لري او تر ډېرې تري د ښې ملګرتیا تمه کېږي چې په دې برخه کې د افغان لوبډلې لپاره اضغر افغان دی چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره یې ډېرې سیالۍ ترسره کړې او کافي تجربه لري.

د سویلي افریقا لوبډلې لپاره بیا په میډل اډر کې ډیوډ ملر (David Miller ) دی چې په دې برخه کې ځانګړی نوم لري او ډېر کله یې ښې لوبې ترسره کړي دي.

که لنډ ووایم افغان لوډله هم بده نه ده خو له سویلي افریقا لوبډلي سره باید ډېره زړوره او فکري لوبه وکړي ځکه داوړه لوبډلې به له یوه منظم پلان سره راښکته کېږي.

د نن ورځي لپاره همدومره بس ده له تخنیکي اړخه ډېرې خبرې مې ذهن ته راځي خو لېکنه رانه ډېره اوږدیږي په دې هیله چې افغان اتلان سبا یوه تاریخي لوبه وکړي او خپل افغانانو ته خوښې وروبخښي.

مننه شمس الرحمن شمس