افغان الف لوبډله د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د بریا له ترلاسه کولو وروسته نن ماسپیښین هیواد ته راستنیږي.
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د سریلانکا پرمختیایي لوبډلې پر وړاندې دوه څلور ورځینۍ او څلور یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کړې او د دوه څلور ورځینیو او دریو یو ورځینیو سیالیو کې یې له بریا اخیستو وروسته د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، ملي الف لوبډله به نن ماسپیښین ۱:۰۰ بجه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته رارسیږي.