د سریلنکا په هیواد کې نن افغانستان الف او د سریلنکا پرمختیایي لوبډله د یو ورځینیو سیالیو دریمه لوبه ترسره کوي.
د نن ورځې د لوبې پچه د سریلنکا پرمختیایي لوبډلې وګټله او د توپ ویشتنې پرېکړه یې کړې.
افغان الف لوبډلې تر اوسه په ۲۶ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په وسوځېدو ۱۲۶ منډې جوړې کړي، او اوس مهال عثمان غني او رحمت شاه توپ وهنه ترسره کوي.
هیره دې نه وي چې د یو ورځینو سیالیو دوه لومړۍ لوبې افغانستان الف لوبډلې ګټلي.