افغان انجینرڅه ډول انسان ساتونکې اختراع ګانې کوي ؟

مسعودحسیني داسي ماشین جوړکړی چي د نړۍ ټول ماینونونه خنثي کولای شي.

حسیني چې په خټه افغان دي او په هالنډ کې اوسي د یو روبات په جوړولو او پراختيا لګياه دي چې وکولای شي ماينونه ومومي او وروسته يي شنډ کړي.

د نړۍ غښتلی یو افغان انجینر (مسعودحسیني) چي دمګړی په هالنډ کې اوسیږي ،نوموړي دماین پاکۍ په برخه کې تر پخوا زیات پرمختګ کړی اونوی ډول ډرون یې هم جوړ کړی ترڅو ماینونه  کشف اودیوه بل ماشین په واسطه خنثي کړي.

نوموړي یوه بله دستګاه جوړه کړې چي د Mine Kafon Drone  په نوم یادیږي، دغه دستګاه دنورو نړ یوالو کشفي او ماین خنثی کونکي دستګاوو په پرتله ۲۰۰ځله په ټیټه بیه تمامیدای شي،خوترنورو ۲۰ځله ګړندی هم ده ،دغه روبات له ځانه سره یوه کامره هم نقلوي چي عکاسي وکړي.

یاد روبات د ډرون په څيرالوتنه کوي اوپه نزدې سیمه کې په ټیټ اواز پراوز کوي چي هممهاله عکاسي اوکشف دواړه کولای شي،دا روبات فلزي دیکتورلري چي په یوه کنټرول ډول الې په وسیلې رهبري کیږي.

مسعودحسیني دتخنیک اوانجینرۍ له اصولو سره سم D3نقشه لرونكي سیسټم لري چي د GPSپه واسطه دبې پيلوټه الوتکي په څیر پرواز کوي، نوموړی روبات یا   (افغاني الوتونکی) ماشین لومړی پرواز کوي چي په سیمه کې ماین کشف اوهغه ځای په نښه کړي ،وروسته دیوې عکاسۍ په مټ خپل رهبري کونکي ته خبر ورکوي ،ترڅو دخنثي کولو اسانه لاره باندي دشنډ کولو امر وکړي ترڅو یاد ماشین په نښه شوی ماین خنثی کړي.

کله چي روبات ماین کشف کړي بیادماین له مشره کومانده غواړي ترڅو دهمدې پرواز مهال ماین ته انفجار ورکړي ،خوهغه ترهغو پورې پرواز کوي ترڅو ماین وچوي .

افغان انجینر له افغان دولت اونړۍ والو مرستندویانو غواړي چي دتوکو په رانیولوسره تردې هم کړندی اوځیرک ماشین جوړ اوپه کې نوي اختراعات وکړي چي نورهم کار اسانه اوبی زیانه کړي ،هغه وايي زما  drone the sapper سپیر ډورن ته به هغه مهال زه نور وده هم ورکړم چي منتخب توکي ترلاسه کړم نوموړې ددې توکو بیه صرف€ ۷۰۰۰زره یورو ښودلې ده ،نوموړي افغان انجینر ویلي که زما داهیله راپوره شي په ډیر نزدې کې به دنړۍ ټول ماینونه خنثي کړم،هغه داهم وايي چي نور انجینران انسان وژنکي اختراع ګانې کوي خوزه انسان ساتونکي اختراع کول غواړم.