افغان اهل هنود غواړي ژر تر ژره افغانستان پرېږدي

د افغانستان اهل هنودو یا سکهانو کابل کې د هند سفارت ته د یو لیک په استولو سره غوښتنه کړې چې دوی له افغانستان څخه ژر تر ژره بهر کړل شي. د سکهانو په دې لیک کې چې د هند سفارت ته لیکل شوې راغلي، چې له شپږ سوه پنځوس څخه تر اوه سوه پورې د سکهانو کورنۍ په افغانستان کې ژوند کوي او دوی له دې هېواد څخه ژر تر ژره د بهر کېدو غوښتونکي دي. یاد لیک چې د هند اکسپرس تریبیون ورځپاڼې خپور کړی پکې ویل شوي، داعش هره ورځ له دوی سره ګواښوونکې اړیکې نیسي او ورڅخه غوښتنه کوي، چې هر څه ژر باید افغانستان پرېږدي. دا په داسې حال کې ده، چې څو اوونۍ وړاندې کابل کې د سکهانو په درمسال برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او مسوولیت یې داعش وسلوالې ډلې په غاړه واخېست.