د خپلواکۍ د ۹۹یمې کلیزې په مناسبت د افغانستان او فلسطین فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ یوه دوستان سیالي نن مازیګر ۶ نیمې بجې په کابل کې پیلیږي.
د فلسطین لوبډله د جمعې په ورځ کابل ته راورسېده.
دا له تېرو شپږو کلونو وروسته لومړۍ فوټبال لوبډله ده، چې کابل ته سفر کوي.
د فلسطین فوټبال ملي لوبډله یو له پیاړو لوبډلو څخه ده، چې د فیفا په درجه بندۍ کې ۹۹یم مقام لري او افغان لوبډله په ۱۴۵م مقام کې ده.
خبریال: نصرت الله عمرزی