افغان بوکسر حسین بخش صفاري خپل روسي سیال ته ماته ورکړه

افغان سوک وهونکي حسین بخش صفاري د شنبې په ماښام د روسیې په مرکز مسکو کې خپل روسی سیال پېټر بېرګ مات کړ او سیالي یې په خپل نوم کړه.

افغان سوک وهونکي حسېن بخش صفاري د شنبې په ماښام خپل روسی سیال پېټر بېرګ ناک اوټ کړ او لوبه یې وګټله.

صفاري د لوبې د لومړۍ دقیقې په اوږدو کې د خپل روسي سیال پر وړاندې څلور نومرې اخېستې وې، په داسې حال کې چې د روسي لوبغاړي پواینټونه صفر وو.

د لوبې په وروستۍ شېبه کې حسېن بخش صفاري لوبه وګټله او روسی سیال یې ناک اوټ کړ.

له دې وړاندې افغان لوبغاړي سهېل خان هم د انګلستان په یارک حال کې خپل سیال مات کړی و او جایزه یې اخېستې وه.