افغان حکومت او طالبانو د کرونا ویروس له امله بندیانو ته اندېښمن دي

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت  مشر عبدالسلام رحیمي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی د کرونا ویروس له امله هغو افغان بندیانو ته اندېښمن دي، چې د طالبانو زندانونو کې بندیان دي. یاد وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د حکومتي زندانیانو وضعیت ته پام وکړي او نړیوالو روغتیایي ادارو ته هم زمینه برابره کړي چې دا زندانیان وګور او د ساتلو شرایط یې و ارزوي.  د حکومت له دې اعلانه څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو وویل، په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیایي موسسو او د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.  قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی د خپلو زرګونو بندیانو د خوندیتابه برخه کې هم له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو خاصه پاملرنه غواړي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو لخوا دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په افغانستان کې هم ثبت شوي.