افغان حکومت ایران ته د افغان کډوالو د راستنېډو طرحه سپارلې ده

ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو سره سم افغانستان ته د افغان کډوالو په اجباري توګه د راستنېدو خبرونه ورکړل شول او د راپورونو له مخې په تیره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۴۵ زره افغان کډوال په اجباري او د کرونا وېروس له وېري هېواد ته ستانه شول.

دا چې اوس هم هلته ګڼ شمېر کډوال شته، نو د راستندېدو لپاره یې تازه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر په همدې تړاو کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي او د لسګونه زره افغان کډوالو په تړاو یې خپله طرحه هغه ته سپارلې ده، ترڅو له مخې یې یاد کډوال خپل هېواد ته په منظم ډول راستانه شې.

کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان په یاده کتنه کې افغان لوري ته ډاد ورکړی، چې ایران کې به په کرونا ویروس د اخته افغان کډوالو درملنه په وړیا ډول کیږي.

د ایران سفیر امینیان داسې مهال ایران کې په کرونا ویروس د اخته افغان کډوالو وړیا درملنې خبره کوي، چې تر دې وړاندې یو شمېر راپورونو کې راغلي وو، چې ایران دغه هېواد کې هغه افغان کډوال درملنې ته ته نه پریږدي او رنځوي یې، چې په کرونا ویروس اخته وي.