افغان حکومت د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د موافقې له جریانه خبر دی

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د سولې په تړاو هغو خبرو سره مستقیماً ارتباط نلري، چې د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د هوکړې په اړه کیږي، خو په خبره یې، دوی له دغه جریانه خبر دي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري ویلي، د امریکايي او طالب لوریو ترمنځ اوسمهال روانو خبرو کې داسې کوم څه نشته چې د افغانستان او افغان ولس برخلیک ټاکونکي ووسي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د طالب او امریکایي استازو ترمنځ موافقه چې د لاسلیک کېدو په تړاو یې خبرې کېږي، د افغانستان له حکومت سره مستقیماً ارتباط نه لري، خو دوی یې له جریانه خبر دي .

د دغه وزارت ویاندې، ناجیې انوري ازادۍ راډیو ته ویلي، په هغه موافقه کې داسې موارد نشته چې په افغانستان پورې تړلې وي.

ناجیه وایي، د سولې هغه خبرې چې اوسمهال روانې دي، د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات دي او هغه څه چې لاسلیکوي د هغوی خپلمنځي موضوع ده، چې پکې شامل مسایل، شرایط او څه چې لاسلیکېږي د افغانستان او د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړه نه کوي.

د نوموړې په خبر، د افغانستان او د افغانانو د برخلیک په اړه پرېکړې به د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په مخامخ رسمي خبرو کې کيږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي، چې په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وړمه ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي وو، چې له امریکا سره په خبروکې یې ډېر پرمختګ کړی او ښايي د جنورۍ میاشتې تر وروستیو موافقه لاسلیک شي.

خو د خلیلزاد له لوري په دې اړه لا کوم څه نه دي ویل شوي.