افغان حکومت د ډونالډ ټرمپ د پرېکړی هرکلی کړی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر کمول تأیید کړي، خو په ورته وخت کې یې په دې هېواد کې د زرګونو امریکايي سرتېرو پر پاتې کېدو هم ټینګار کړی دی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي وه، چې طالبانو سره له هوکړې وروسته به هم ۸۶۰۰ امریکایي سرتېر افغانستان کې پاتې کیږي.

ټرمپ دا هم ویلي که ترهګرې ډلې له افغانستانه په امریکا برید وکړي امریکا به بیا خپل زیات شمېر سرتېرې افغانستان ته واستوي.

افغان حکومت بیا د ولسمشر دې پرېکړې چې خپل سرتېري به دلته پریږدي پر ځای پرېکړه بللې ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، په تېر یو کال کې چې د امریکايي هیئت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی او وضعیت ته په پام د بهرنیو ځواکونو موجودیت اوس مهم دی.

ولسمشر ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د سولې د نهم پړاو خبرو نهايي کېدو ته نږدی شوی دی.