افغان حکومت له سريلانکا سره د هوایي دهلیز د جوړیدو هڅې پیل کړي

افغان حکومت له سریلانکا سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د هوایي دهلیز د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د مالیي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي رسنیو ته ویلي، چې د مالیې سر پرست وزیر د سریلانکا هېواد له ولسمشر سره د لېدنې پر مهال، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د یوه داسې هوایي دهلیز د جوړیدو په اړه خبرې کړي، چې له لارې یې هره اونۍ د سوداګریزو توکو لیږد او مسافرو تګ راتګ ته لاره هواره شوي. د مسجدي په وېنا چې د یاد دهلیز تر جوړېدو وروسته به له دغه دهلیز څخه تازه او وچه مېوه، قیمتي ډبرې او نور مهم توکي سریلانکا هیواد ته صادر شي. هغه زیاتوي چې همدا راز به دواړه هیوادونه د سیاحت، لوړو زده کړو او نورو اړینو برخو کې له یوبل سره همکاري کوي.