افغان حکومت: هغه طالبان نه خوشي کوی چې لویو بریدونو کې یې لاس درلود

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بیګ، چې د ولسمشر غني نږدې همکار او د مرکچي پلاوي غړی هم دی ویلي، په لومړي پړاو کې دوی د هغو طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دي چې خونړیو بریدونو کې یې لاس لرلی وي.

نوموړي کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، افغان حکومت چمتو دی چې په لومړي سر کې ۴۰۰ هغه طالب زندانیان خوشي کړي، چې جرم یې کم وي، خو د ده په ټکو طالبان د هغو ۱۵ وسله والو د خوشي کېدو غوښتنه کوي، چې په لویو بریدونو کې یې لاس درلود.

دی بیګ په وینا، د طالب زندانیانو خوشي کېدل باید په دې شرط وي چې تاوتریخوالی ورسره کم شي او دا خوشي کېدنه باید په پړاویز ډول وي.