افغان حکومت وایي، د زیدانیانو خوشې کول باید د دایمي اوربند سبب شي

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغان حکومت د زندانیانو د خوشي کولو په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي او په خبره یې دوی هیله مند دي، چې تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند رامنځ ته شي.

نوموړي ویلي، ټول هېوادونه په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او افغان حکومت هم د سولې لپاره مهم ګامونه اوچت کړي دي، نو د دې وخت رارسېدلی، چې دایمي اوربند تامین او جګړه ودرېږي.

مینه پال وایي، افغان حکومت او طالبانو په دې وروستیو کې د یو بل بندیان خوشي کړي دي؛ خو تر څنګ یې لا هم په ځینو ولایتونو کې د طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ نښتې کېږي او یو بل ته مرګ ژوبله اړوي.