افغان حکومت کندهار ولايت کې دوې راډيوګانې تړلې

‏د کندهار د استخباراتو ریاست په دې ولایت کې د ملت غږ او څانګې په نومونو دوې راډیوګانې تړلې دي.
د ملت غږ راډیو مسول بسم الله وطندوست د رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې استخباراتو د ملت غږ راډیو درې کارکوونکي هم له ځان سره بېولي دي.
‏نوموړی زیاتوي چې د « زما» او « تبسم» په نومونو د راډیوګانو یو یو کارکونکی هم حکومتي چارواکو له ځان سره وړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم تایید کړې، چې پرون سهار د افغان ځواکونو په کندهار کې د «ملت ږغ» په نوم راډېو درازه تړلې او د دې راډیو درې کارکوونکې یې نیولي دي.
حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.