افغان حکومت یو شمېر ولایتونو ته شل – شل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

ولسمشر محمد اشرف غني کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د مرکزي زون ولایتونو ته شل – شل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې. ولسمشر غني د يو ويډيويي کنفرانس له لارې د کابل، پروان، کاپیسا او میدان وردګ والیانو سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د شته ننګونو، اقداماتو او تدابیرو په هکله خبرې کړي او همدا راز يې د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر خصوصي سکتور سره د بازارونو د مدیریت، د غذایي او مصرفي موادو د تدارک په برخو کې ډاډ ورکړ. جمهوررئیس غني د کابل، پروان، کاپیسا او میدان وردګ والیانو ته په خطاب کې ویلي، چې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه یې د مرکزي حوزې هر ولایت ته ۲۰-۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي دي. نوموړي دا هم ويلي، چې د پېښو سره د مبارزې کوډ ۳۰ سلنه صلاحیت د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته ورکول شوی، څو په ضروري حالاتو کې عاجل اقدامات وشي.