افغان رګبي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

د اندونیزیا په کوربتوب د ۱۸م پړاو روانو اسیايي المپیک سیالیو کې د افغانستان وروستۍ ورزشي رشتې «رګبي» هم سیالۍ پیل کړې.

د سیالیو د رسمي وېب پاڼې د معلوماتو له مخې افغان ۷ کسیزې رګبي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ۵ د ۴۲ امتیازنو مقابل کې کوریا لوبډلې ته بایللې وه، خو دویمه لوبه یې ۳۵ پر صفر امتیازونو له عربي اماراتو څخه وګټله.

یادو سیالیو کې د ګډون له‌پاره افغان ملي لوبډلې ته له اسټرالیا او نیوزیلنډ نه هم لوبغاړي راغلي وو.

ټاکل شوې افغان رګبي ملي لوبډله نن خپله راتلونکې لوبه په «سي» ډله کې له سریلانکايي لوبډلې سره وکړي.

د اسیايي المپیک په روانو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو ۷ کسیزې رګبي ملي لوبډلې په ۳ ډلو کې لوبېږي چې د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکې لوبډلې به د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو مډالونه واخلي.