افغان سوداګرو په هند کې ۱۲۳ مېلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

په افغانستان کې د امریکا نړیواله پراختیايي اداره (USAID) وايي، چې په هند کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې افغان سوداګرو د ۱۲۳ مېلیون ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي دي.

دا دوه ورځینی نندراتون، چې د غبرګولي په ۳۱مه د هند په ممبئي ښار کې جوړ شوی وو، په کې د افغانستان وچې او تازه میوې، طبي بوټي، شات، زعفران او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.

د افغانستان لپاره د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د تازه میوو صادروونکو د ۵۶ میلیون امریکايي ډالرو او ورپسې د هند صادروونکو د ۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د تړونونو په ترلاسه کولو د دغه نندارتون مخکښ شول.

په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د وچې میوې سوداګرو په ځانګړي ډول د بادام او پستې د صادراتو په برخه کې د ۱۵ میلیون ډالرو او د زعفرانو او نورو مصاله‌جاتو په برخه کې د څه باندې ۷ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا نړیواله پراختیايي اداره (USAID) وايي، چې په هند کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې افغان سوداګرو د ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دغه نندارتون کې د افغانستان ۵۷ سوداګریزو شرکتونو کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي وو.

د دغې خونې ویاند جان‌آقا نوید رسنیو ته ويلي، په دغه نندارتون کې افغان سوداګرو له یو شمیر هندي او نورو بهرنیو شرکتونو سره هند ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او صنایعو د صادرولو تړونونه هم لاسلیک کړل.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ټینګار کړی، چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او پر ځان د بسیا کېدو لپاره هڅه کوي، چې افغان سوداګر له نړیوالو پېرېدونکو سره ونښلوي.