ټاکل شوې نن د افغانستان د فوټبال ټیم ن د اسیايي هېوادونو د اتلولۍ جام ته د لار موندنې د لوبو په لړۍ کې دتاجکستان په مرکز دوشنبه کې له کمبودیا سره د مسابقې ډګر ته وځي.
افغانستان که بریالی هم شي اسیايي لوبو ته لاره نهشي موندلی ځکه له مخکینیو سیالیو یې مطلوبه نتیجه نهده ترلاسه کړې.
خو د افغانستان د فوټبال د ټیم روزونکي او کپتان دواړو ویلي چې لوبډله یې د بریالیتوب تر لاسه کولو لپاره ډګر ته وځي.
بلخوا ټاکل شوې چې د کرکټ ملې لوبډله نن د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي د سیالیو د اتلولي له جام سره، له زیمبابوې کابل ته ورسېږي.