افغان فوټبال ملي لوبډله نن له هند سره سیالي ترسره کوي

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د ماښام په شپږ نیمو بجو پیل شي.

دغه لوبه د افغان لوبډلې په کوربه توب د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کېږي.

دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه لوبه ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي افغان لوبډله تېره شنبه تاجکستان ته تللې او د ښه چمتوالي په موخه یې څو ورځني تمرینونه ترسره کړي.

افغانستان په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه قطر ته ۶ پر ۰ وبایلله، په دوهمه لوبه کې یې بنګله دېش ته ۱ پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي یې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.

ټاکل شوې افغان لوبډله تر هند وروسته په دې ټورنمنټ کي خپله پنځمه لوبه راتلونکې سې شنبه د قطر هېواد په وړاندي ترسره کړي.