افغان لوبڅاران کویټ ته د روزنیز کورس لپاره ځي.

ټاکل شوې څو ورځې وروسته د افغانستان ۶ مخکښه لوبڅاران، عزت الله، محمود ارین، بهرام همدرد، اجمل شمولزی، فاروق خان او محمد شاه فضلیار د کویټ په کوربه توب په یوه روزنیز کورس کې برخه واخلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه دویمه درجه ورزنیز کورس د روان عیسوي کال د می د میاشتې په ۲۵ نیټه د کرکټ د اسیايي شورا په نوښت پیلیږي، چې د افغانستان ۶ لوبڅاران به هم پکې برخه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د مي د میاشتې په ۲۵ نیټه د کابل په نړیوال کرکټ سټډیوم کې د هیواد په کچه د ( ګريډون ) په نامه سیالې پیلیږي، چې د ۱۲ ولایتونو منتخبې لوبډلې به پکې برخه ولري.