افغان لوبډله اسیا جام ته له وتلو پاتې شوه

 

د سریلانکا ۱۹ کلنو افغان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته لار وموندله.

افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره سریلانکا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. سریلانکا ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۱۰ منډو هدف ورکړ. توپ وهنه کې سریلانکا ته فیرناندو ۱۱۱ منډې وکړې. افغان لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله؛ ټول لوبغاړي یې په ۴۹م اور کې په ۱۷۸ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۳۱ منډو په توپیر سریلانکا ته وبایلله. سریلانکا لوبډله به د یکشنبې په ورځ د هندوستان ۱۹ کلنو لوبډلې سره د دې سیالیو پای لوبه ترسره کړي. تېر کال د دې سیالیو اتلولي افغان ۱۹ کلنو لوبډلې ګټلې وه. نصرت الله عمرزی