افغان لوبډله به د اسیا جام سیالیو په سوپر پور پړاو کې یکشنبه د مازیګر په ۴ بجو د بنګله دېش لوبډلې سره د ابو ظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې مخ شي.
افغان لوبډلې د دې سیالیو په ګروپي پړاو کې سریلانکا او بنګله دېش ته سختې ماتې ورکړې، خو د دویم پړاو په لومړۍ لوبه کې یې له پاکستانۍ لوبډلې ماتې وخوړه.
افغان لوبډله به له بنګله دېش وروسته د سه شنبې په ورځ د هند لوبډلې سره هم سیالي ترسره کړي، چې پای لوبې ته د وتلو لپاره ورته دواړه لوبې ګټل ډېر مهم دي.
د دویم پړاو په بله لوبه کې هند لوبډلې بنګله دېش ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او یکشنبه ۴ بجې به د خپلې سرسختې پاکستانۍ لوبډلې سره په دوبۍ لوبغالي کې مخ شي.
په ګروپي پړاو کې هندوستان پاکستان ته په ۸ ویکټو او ۱۲۶ توپونو ستره ماتې ورکړې وه.
نصرت الله عمرزی