افغان لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته چمتو ده

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبو لړۍ پنجشنبه ماښام پنځه نیمې بجې په شل اوریزې لوبې سره پیلیږي.

دواړه لوبډلې د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په راجیو ګنډي لوبغالي کې لومړی درې شل اوریزې، ورپسې پنځه یو ورځنۍ او په پای کې یوه ټېسټ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک انعکاس ته وویل، یادو سیالیو ته افغان لوبډلې په هند کې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

هوتک وویل: (( مخکې له دې، چې دا لوبې پیل شي د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې شاوخوا ۴۵ لوبغاړي هندوستان ته استولي وه او هلته یې په بېلا بېلو برخو کې تمرینات وکړل، چې له هغه وروسته د غوراوي کمېټې د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړل او افغان لوبډله یادو سیالیو ته بشپړ چمتوالی لري))

افغانستان او ایرلینډ دواړو په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا څخه بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړ او یوه یوه ټېسټ لوبه یې هم ترسره کړې، چې افغانستان هند ته او ایرلینډ پاکستان ته بایللې ده.

دواړو لوبډلو تر دې دمه په خپلو کې ۱۲ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي، چې ۹ افغانستان او درې ایرلینډ لوبډلې ګټلي دي.

همدارنګه یې شل ۵۰ اوریزې لوبې هم په خپلو کې کړي، چې لس افغانستان او لس ایرلینډ لوبډلې ګټلي دي.

خبریال: نصرت الله عمرزی