افغان کرکټ ملي لوبډله نن له ایرلینډ سره خپله وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه د ماسپښین په دوه بجو او ۱۵ دقیقو پیلیږي.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دوه ترسره شویو ۵۰ اوریزو لوبو کې یې یوه افغان لوبډلې او یوه ایرلینډ لوبډلې ګټلې ده.
که ننۍ لوبه هرې لوبډلې وګټله د سیریز اتله به شي.
له یاده مه باسئ، چې دا لوبه درته انعکاس راډیو تلوېوزیون هم په ژوندۍ بڼه خپروي.
نصرت الله عمرزی