افغان کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام سیالو کې د ګډون لپاره برتانیا ته روانه شوه.
د نړیوال جام سیالۍ د مې له ۳۰ نېټې نه په انګلستان او وېلز هېوادونو کې پیلېږي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر وړاندې کوي.
د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وایي، افغان لوبډله به په نړیوال جام کې په اتفاق او تر یوه بیرغ لاندې لوبېږي.
افغان لوبډله له نړیوال جام وړاندې ۶ لوبې هم لري، چې دوه لوبې سکاټلېنډ، دوه له ایرلېنډ او یوه تمریناتي لوبه به له پاکستان او یوه به له انګلستان سره ترسره کړي.
افغان لوبډلې نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه سویلي افریقا کې ۲۴ ورځې تمرینات وکړل.