افغان لوبډله په جون میاشت کې له زمبابوې سره مخ کېږي

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ چې په تېره فبروري میاشت کې پلان شوې وه، خو د کوربه هېواد له لوري د لوبو د خپراوي په برخه کې د شته خنډونو له امله ځنډېدلې وه، اوسمهال راتلونکې جون میاشت ته پلان شوې، چې د مهالوېش له مخې به د کوربه زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د جون میاشتې په څلورمه نېټه پیل شي.