افغان لوبډلې ایرلینډ ته د۳۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلینډ تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه. ملي لوبډلې دغې لوبې کې د ایرلینډ لوبډلې ته د ۳۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان د توپ وهوونکو پیاوړې توپ وهنې سره ټاکل شوو پنځوس اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۲ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره رحمت شاه تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. رحمت شاه په ۹۲ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۸ منډې جوړې کړې.

د نور علي ځدران په ۷۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې هم دغه ستر هدف په ټاکلو کې ډېره زیاته مرسته وکړه.

محمد شهزاد په ۴۱ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳، حشمت الله شهیدي په ۳۲ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۲، سمیع الله شینواری په ۲۲ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۰، او محمد نبي په یوازې ۱۹ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو هم ښه وځلېدل.

نننۍ لوبې کې یوازې اصغر ستانکزی او گلبدین نایب له ځانگړو منډو جوړولو پرته خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې. اصغر ستانکزی په ۱۵ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۰ او گلبدین نایب په نهه توپونو ۷ منډو جوړولو سره خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

د ایرلینډ لپاره اوبراین تر ټولو زیاتې وېکېټې اخیستونکی توپ اچوونکی و. نوموړی خپل لس اورونو کې ۴۷ منډو ورکولو سره درې وېکېټې واخیستې. مورټاغ، ډوکرېل او چېس هم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې که څه هم ایرلینډ د توپ وهنې په پیل کې مهمه وېکېټه له لاسه ورکړه خو د سټرلینگ او پورټرفیلډ ملگرتیا دغه لوبه د ایرلینډ پر بریا روانه کړه او ملي لوبډلې يي له سختو ستونزو سره مخ کړه.

خو وروسته بیا د دولت ځدران او راشد خان پرلپسې وېکېټې دغه لوبه بېرته د افغانستان په واک کې کړه او ایرلینډ يي له سختو ستونزو سره مخ کړه.

ایرلینډ د سټرلینگ او پورټرفیلډ پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۴۶.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې او په ۳۰ منډو يي ماتې وخوړه.

د ایرلینډ لپاره پورټرفیلډ په ۹۸ توپونو د اتلسو څلوریزو په مرسته ۱۱۹ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره او پیاوړې توپ وهنه وکړه. سټرلینگ هم په ۹۰ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۸ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

د افغانستان لپاره د توپ اچونې په برخه کې دولت ځدران، راشد خان او امیر حمزه د وېکېټو په اخیستلو بریالي شول. دولت ځدران خپل ۸.۵ اورونو کې ۵۳ منډو ورکولو سره ۴، راشد خان خپل ۹ اورونو کې ۴۸ منډو ورکولو سره ۴ او امیر حمزه خپل ۱۰ اورونو کې ۵۷ منډو ورکولو سره ۲ وېکېټې واخیستې.

گلبدین نایب خپل ۹ اورونو کې ۵۴، محمد نبي خپل ۹ اورونو کې ۳۸ او سمیع الله شینواری خپل یو اور کې ۱۱ منډو ورکولو سره د وېکېټې په اخیستلو بریالي نه شول.