افغانستان له ایرلینډ سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ په بریالیتوب سره پیل کړه.
دا لوبه تېره شپه د باران د ځنډ له امله اته نیمې بجې شروع شوه او ۱۸ اوره ورته وټاکل وشوه، چې د حضرت الله ځاځي په ښې توپ هنې سره افغان لوبډلې ایرلینډ ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې حضرت ځاځي په ۳۳ بالونو د ۶ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۷۴ منډې وکړې.
اصغر افغان په ۳۱ او محمد شهزاد په ۲۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.
دا د ځاځي دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه او لومړۍ نیمه سلیزه یې وه.
د ایرلینډ لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ټولو ۱۸ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۱۴۴ منډې وکړې او لوبه یې افغان لوبډلې د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله.
توپ اچونه کې راشد خان درې، مجیب الرحمن او افتاب عالم دوه دوه، فرید احمد او محمد نبي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه یې سبا ماښام ۷ نیمې بجې پیلیږي.
خبریال: نصرت الله عمرزی