افغان لوبډلې ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې عمان ته ماتې ورکړه

د ایمرجنګ اسیا جام کرکټ سیالیو کې افغان لوبډلې عمان لوبډلې ته په خپله وروستۍ لوبه کې په ۱۱۲ منډو ماتې ورکړه، خو په کمو نمرو له سیالیو بهر شوه.

په دې لوبه کې که څه هم افغان لوبډله په لومړیو کې له ستونزو سره مخ وه، خو په ورستیو کې د نجیب الله ځدران او قیس احمد په ښې توپ وهنې سره یې عمان لوبډلې ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ.

نجیب ځدران ۸۳ او قیس احمد ۶۶ منډې وکړې.

عمان ته کلیم الله ۳، بلال خان او جای اودیرا دوه دوه ویکټې واخیستې.

عمان لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ۳۹،۵ اورونو کې یې ټول لوبغاړي په ۱۴۰ منډو اوټ شول او لوبه افغان لوبډلې د ۱۱۲ منډو په توپیر وګټله.

له دې وړاندې افغان لوبډلې له هندوستان او سریلانکا ماتې خوړلې وه.

په دې سیالیو کې له الف ګروپ څخه سریلانکا او هندوستان او له ب ګروپ څخه بنګلدېش او پاکستان لوبډلو نیمه پای لوبو ته لار موندلې ده.

ټاکل شوې د دې سیالیو نیمه پای لوبې د راتلونکې پنجشنبې او پای لوبه یې د شنبې په ورځ ترسره شي.

نصرت الله عمرزی