افغان کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریز درې اړخیز سریز کې تر زیمبابوې وروسته بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې افغان لوبډلې بنګله دېش لوبډلې ته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ چې بنګله دېش کرکټ لوبډله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.
بنګله دېش لوبډلې په ۱۹،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر سره افغان لوبډلې ته وبایلله چې محمد نبې د ۸۴ منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.