د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې له فلسطین څخه په خپله دویمه لوبه کې ماتې وخوړه.
د افغانستان فوټبال د فدراسیون معلوماتو له مخې په دې لوبه کې فلسطین لوبډلې درې، خو افغان لوبډلې دوه ګولونه ووهل.
د اسیا د ساحلي فوټبال د اتلولۍ د ګټلو لپاره دا سیالۍ په ټایلېنډ هېواد کې روانې دي.
افغان ساحلي فوټبال لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې مالیزیا لوبډلې ته درې د دوه ګولونو مقابل کې ماتې ورکړې وه.
افغان لوبډله به په ګروپي سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه د دوشنبې په ورځ د کوربه ټایلېنډ لوبډلې سره ترسره کړي.
افغان لوبډله د یادو سیالیو په الف ګروپ کې لوبیږي.