چهارشنبه , 15 مې 2024

افغان لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې کوم ریکارډونه جوړ کړل؟

افغان لوبډلې له دې وړاندې هم د ایرلینډ پر وړاندې یو اننګز کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ درلود، خو دا ځل یې د ۲۷۹ منډو هدف په ورکولو سره ستر نړیوال ریکارډ جو کړ.

افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپوهنه پیل کړه، چې حضرت الله ځاځی او عثمان غني یې د توپ وهنې پیل وکړ.

داوړو په شریکه د ۲۳۶ منډو ملګرتیا وکړه، چې له دې وړاندې استرالیا لوبډلې دوه د پیل لوبغاړو آرون فینچ او ډارسي شارټ په ۲۰۱۸ کال کې د زیمبابوۍ پر وړاندې د ۲۲۳ منډو ملګرتیا کړې وه.

عثمان غني په ۴۸ بالونو د درې شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۷۳ منډې وکړې او وسوځېد.

افغان لوبډلې په دې لوبه کې ایرلینډ ته د درې ویکټو په سوځېدو سره د ۲۷۹ منډو ستر هدف ورکړ، چې له دې وړاندې استرالیا لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ۲۰۱۶م کال کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۳ منډې جوړې کړې وې.

بل افغان لوبډلې په یو اننګز کې ۲۲ شپږیزې ووهلې، چې له دې وړاندې په یو اننګز کې د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ ویسټ انډیز لوبډلې سره وو، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د هندوستان پر وړاندې وهلې وې.

حضرت الله ځاځي په دې لوبه کې د ۱۶ اسمان څکو شپږیزو او ۱۴ څلوریزو په ۶۲ توپونو ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او په نړیواله کچه دویم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو، چې له دې وړاندې اسټرالیاوي لوبغاړي آرون فیچ د زیمبابوۍ پر وړاندې ۲۰۱۸ کال کې ۱۷۲ منډې کړې وې خو سوځېدلی وو.

ځاځی  په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړنی لوبغاړی شو، چې په یو اننګز کې زیاتې ۱۶ شپږیزې وهي، له دې وړاندې آرون فیچ په ۲۰۱۳ کال کې د انګلستان خلاف ۱۴ شپږیزې وهلې وې.

حضرت په نړاله کچه دریم لوبغاړی شو، چې په ۴۲ بالونو سلیزه وهي، له دې وړاندې ډیویډ مېلر او روهیت شرما په ۳۵-۳۵ توپونو سلیزې وهلې وې.

ځاځی په افغان ملي لوبډله کې دویم لوبغاړی شو، چې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې سلیزه وهي، له دې وړاندې شهزاد محمدي په ۲۰۱۶ کال کې د زیمبابوۍ پر وړاندې سلیزه وهلې وه.

حضرت الله ځاځي خپله لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه په ۲۰۱۶ کال کې د اماراتو پر وړاندې ترسره کړه، خو له هغه وروسته د زیات وخت لپاره د لوبېدو موقع نه ورکړل شوې، چې په ۲۰۱۸ کال کې د بنګله دې پر وړاندې د شل اوریزو لوبو سیریز کې واخیستل شو او ښه وځلېد، چې د کرکټ د مینه والو په غوښتنه بیا بنګله دېش خلاف یو ورځنیو لوبو کې هم د لوبېدو موقع ورکړل شوه.

ځاځي د افغانستان لپاره ټولې ۹ شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې د یوې سلیزې پر مټ یې ټولې ۳۴۷ منډې جوړې کړي دي.

د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه نن یکشنبه ماښام ۵ نیمې بجې پیلیږي، خو لوب لړۍ افغان لوبډلې په خپل نوم کړې دې.

خبریال: نصرت الله عمرزی