افغان لوبډلې لایسټر شییر لوبډلې ته ستر هدف وټاکه

افغان کرکټ ملي لوبډلې د خپلې دوهمې دوه ورځینۍ تمریناتي سیالۍ په ترڅ کې د لایسټرشییر لوبډلې ۴۱۲ منډو هرف وټاکه.
د کرکپ بورډ د مالوماتو له مخې افغان لوبډلې لایسټر شییر لوبډلې ته په دغه تمریناتي سیالۍ کې د ۹۶ اورونو په ترڅ د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۴۱۲ منډو هدف ورکړ.
په دغه سیالۍ کې د افغان توپوهونکو له لوري جاوید احمدي ۹۷، نوروز منګل ۷۸، حشمت الله شهیدي، اصغر ستانکزي ۱۰۲، رحمت شاه ۴۲، ناصر جمال ۱۹ او نبي عیسی خیل ۱۳ منډې جوړې کړې.
افغان لوبغاړي به نن د سیالې لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه ترسره کړي.