افغان لوبډلې له هند ماتې وخوړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پرله پسې شپږمه ماتې هم وخوړه.

د نړیوال جام ۲۸مه لوبه کې هند لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پېل کړه؛ ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۲۵ منډو هدف ورکړ.

هند ته توپ وهنه کې ویرات کوهلي ۶۷ او کېدر جدف ۵۲ تر نورو زیاتې منډې وکړې؛ خو افغان لوبډلې ته ګلبدین نایب او محمد نبي دوه دوه ویکټې واخېستې.

مقابل کې یې که څه هم افغان لوبډله توپ وهنه کې ښه روانه وه او اټکل کېده، چې دا لوبه به وګټي؛ خو په وروستیو کې یې لوبغاړي پرله پسې وسوځېدل او هدف یې پوره نه شو کړای.

د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي ۵۰م اور کې په ۲۱۳ منډو اوټ شول او لوبه یې د ۱۱ منډو په توپیر وبایلله.

توپ وهنه کې محمد نبي ۵۲ او رحمت شاه ۳۶ منډې وکړې.

هند ته محمد شمي د هټریک په شمول څلور، جسپریټ بومرا، چهل او هاردیک پنډیا دوه دوه ویکټې واخېستې.

افغان لوبډله به خپله اوومه لوبه د دوشنبې ورځ له بنګله دېش لوبډلې سره ترسره کړي.

نصرت الله عمرزی