افغان لوبډلې نړیوال جام کې څلورمه ماتې هم وخوړه

د نړیوال جام په ۲۱مه لوبه کې سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه افغان لوبډلې وکړه، چې ۳۵م اور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۲۵ منډو اوټ شول.

توپ وهنه کې راشد خان ۳۵ او نورعلي ځدران ۳۲ او حضرت الله ځاځي ۲۲ منډې وکړې؛ خو نورو لوبغاړو ښه توپ وهنه ونه کړه.

سویلي افریقا ته عمران طاهر ۴ او کریس موریس درې ویکټې واخېستې.

سویلي افریقا لوبډلې د یو لوبغاړي په زیان سره ۲۹م اور کې هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د ۹ ویکټو او ۱۱۶ توپونو په شتون کې وګټله.

توپ وهنه کې ډي کاک ۶۸ او هاشم املا ورته ۴۱ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی عمران طاهر وټاکل شو.

افغان لوبډله به نړیوال جام کې خپله پنځمه له د سه شنبې په ورځ انګلستان سره ترسره کړي.

خبریال : نصرت الله عمرزی