افغان لوبډلې په څلورمه لوبه کې ایرلینډ ته د۲۲۱منډو هدف وټاکه

په نننۍ لوله کې افغان لوبډلې دټوپ وهنې پریکړه وکړه د۵۰اورونو او ۱۰ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۲۰ منډې جوړې کړې او ایرلینډ لوبډلې ته يي د۲۲۱ منډو هدف وټاکه.

په دغه لوبه کې محمد شهزاد په دوه توپونو ۱ عثمان غني په ۱۶ توپونو ۳ همدارنګه رحمت شاه په ۴ توپونو کومه منډه جوړه نه کړه.

لوبډلمشمر اصغر ستانکزي ۵۵توپونو ۳۵ منډې هشمت الله شهیدي په ۴۵ توپونو ۲۳ منډې ورپسې ګلبدین نایب په ۹ توپونو ۲منډې محمدنبي په ۶۴توپونو ۴۱ منډې او راشد خان پرته دکومې منډې جوړولو خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

شفیق الله شفق  په ۴۲ توپونو ۴۲ منډې امیر حمزه په ۸ توپونو ۷ منډې او ورستۍ دولت ځدران په ۵۳ توپونو ۴۱ منډو په جوړولو ناټ اوټ پاتې شو او د۲۵ اضافي منډو په اخیستلو سره يی دغه هدف وټاکه.

د کرکټ لوبې څارونکى زبيربابکرخېل وايي، چې افغانستان بايد په څلورمه لوبه کې د نوري علي ځدراڼ يا حمزه هوتک پر ځاى يو تېز توپ اچوونکى ونيسى.

نوموړى وايي، چې تېز توپ اچوونکى فريد ملک پياوړى لوبغاړى دى او کولى شي چې په لومړي سر کې مخالف لوبغاړي سوځولو سره هغوى تر فشار لاندې راولي.

وبه ګورو چې دایر لینډ توپ وهونکي دغه هدف پوره کولاې شي که نه ؟

دنورو جزیاتو لپاره انعکاس سره اوسئ…