د افغان معلولینو کرکټ ملي لوبډله راتلونکې اونۍ هندوستان ته ځي او هلته به درې شل اوریزې او دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
ټاکل شوې یادې د یادو سیالیو لومړۍ شل اوریزه لوبه د روانې ډیسمبر میاشتې په ۹مه، دویمه ۱۱مه او درېیمه لوبه په ۱۳مه نېټه او لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه به د همدې میاشتې په ۱۵مه او دویمه لوبه په ۱۷مه نېټه په ممبۍ ښار کې ترسره کړي.
دا چې د افغان معلولو لوبډله به دغه سیالۍ د کومې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي؟ کرکټ بورډ یې په اړه څه نه دي لیکلي.