افغان نولس کلنې لوبډلې د بنګله دېش لوبډله په ۷۴ منډو له ډګره بهر کړه

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د یوې په زړه پورې توپ اچونې په پایله کې د بنګله دېش نولس کلنه کم عمره لوبډله یوازې په ۷۴ منډو له ډګره بهر کړه. د افغانستان لپاره چپ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد ۴، چپ لاسي ورو توپ اچوونکي کامران هوتک ۳ او ښي لاسي چټک توپ اچوونکي خلیل احمد ۲ او یما عرب یوه وېکټ ترلاسه کړه.