افغان نولس کلنې لوبډلې سریلانکا ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د محمد هارون خان د غوره توپوهنې او یما عرب او خلیل احمد د بهترینې توپ اچونې پر مټ د سریلانکا ۱۹ کلنې لوبډلې ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې اړخیزو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.