افغان نولس کلنې لوبډلې په ۵۰ منډو توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې د دوه اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې د سریلانکا تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
په یاده لوبه کې د افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي خلیل احمد ښکلې توپ اچونه ترسره کړه او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې د لوبې له ډګره بهر کړه.