ملي دفاع وزارت وايي، دا بريدونه د روانې اونۍ په جريان کې شوي او پر وینا يې چې، ډېر اغېزناک هم تمام شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه له تیرو دریو میاشتو راهیسې افغان هوايي ځواکونو ته د شپې لخوا د بریدونو ترسره کولو په برخه کې روزنه ورکوي.