افغان ولسمشر اشرف غني ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې لپاره یو کوریدو یاد کړ.

ولسمشر دغه څرګندونې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د پېل وړاندې په ترکمنستان کې د دغې پروژې د بشپړیدو په پای غونډه کې ترکمنستان هیواد څخه مننه وکړه چې د خپلواک هیواد په توګه یو خپلواک سیاست سره یې د سیمې له هیوادونو سره اړیکې ساتلي دي.

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي،د پاکستان لومړي وزیر او د ترکمنستان ولسمشر هم د ټاپي پروژې پر اهمیت خبرې وکړې.

افغان ولسمشر وايي د ټاپي پروژې د عملي کیدو لپاره ترکمنستان خپلواک هیواد وښوده چې د یو خپلواک سیاست درلودو سره یې د سیمې له هیوادونو سره اړیکې ټینګې ساتلي دي.

ولسمشر په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د بشپړیدو په پای غونډه کې وېنا پر مهمل  ټاپي پروژه یو کوریدور یاد کړ چې افغانستان به د سیمې او منطقې له هیوادونو سره ونښلوي.

ولسمشر زیاته کړه چې افغانستان د وصل سیاست غوره کړی او د سیمې له هیوادونو سره د وصل غوښتونکی دی.

هند افغانستان او ترکمنستان درې دوست هیوادونه دي او په راتلونکي کې هم ورته خوشبینه یم.

د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي  هم ټاپي پروژې پر اهمیت وویل چې دا پروژه نه یواځې د هیوادونو د نیږدې کیدو باعث ګرځي بلکې د خلکو د اقتصادي ودې سبب هم کیږي.

(د دې سترې  اقتصادي پروژې سره به دوی وکولی شي چې د خپل هیواد د خلکو اړتیاوې پوره کړي.)

په ورته وخت کې

د ترکمنستان ولسمشر ډاډ ور کړ چې هیواد یې هوډ کړی څو د افغانستان د بیا رغونې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر ټاپي پروژه د هیوادونو تر منځ د نویو اړیکو یوه لار یاده کړه.

( زه هیله لرم چې درې واړه هیوادونه ترکمنستان افغانستان او هند هم له دې پروژې ګټه پورته کوي او په دې پروژې سره به د پاکستان د خلکو اړتیاوې هم پوره شي)

د ټاپی پروژې د عملي کار سره یو ځای ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د کاسا زر په نوم پاکستان ته د ۵۰۰ ولټه برېښنا د لیږد کار هم پېلیږي.

تمه ده د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان هر کال څلور سوه میلیون ډالرو تر لاسه کولو تر څنګ پنځه سوه میلیون متر مکعب ګاز هم افغانستان ته ور کول شي.

خبریال : جمشیدملکزی